انصار: ( د غبرګولی ۳مه)، روسیې له اوکراین سره پولې ته څېرمه د خپلو تاکتیکي اټومي ځواکونو د چمتووالي د زیاتولو په هدف پوځي تمرینات پیل کړی دی
د روسيې د دفاع وزارت وایي د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا لپاره یې په دغو پوځي تمرینونو کې د غيرستراتيژيکو اټومي وسلو د جنګي واحدونو تجهيزات په پام کې نیولی دي.
د دغو پوځي تمرينونو پروګرام د مې په شپږمه اعلان شوی و او له امله یې لوېديځ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په پرله پسې غير مسوولانه چلند تورن کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې روسي ځواکونو د اوکراین په خار کیف کې د جګړو د شدت خبر ورکړی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31723
قرأ